امنیت

دځانمرګو يرغلګرو په ډله ئيز بريد کې دپکتيا ولايت امنيه قوماندان شهيد شو

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
سيمه ئيزو  سرچينو تاييد کړه چې دپکتيا ولايت امنيه قوماندان هم دننني   ځانمرګي بريد په شهيدانو کې شامل دى .
جنرال توريالي عبدياني دپکتيا ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د ځانمرګي بريد له امله شهيد شو .
يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو نن سهار دپکتيا ولايت په امنيې قوماندانۍ  بريد وکړ .
درارسيدلو خبرونو له مخې،  يرغلګر په پوځي  جامو سمبال و او له يوه پوځي موټر څخه په استفادې سره دپکتيا ولايت امنيې قوماندانۍ ته ننوتل او له پوځيانو سره يې په نښتې لاس پورې کړ .
دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې لس تنه شهيدان او څه ناڅه پنځوس تنه نور ټپيان شول .
ده تاييد کړه چې  دپکتيا ولايت امنيه قوماندان جنرال توريالى عبدياني هم په شهيدانو کې شامل دى .
په همدې حال کې په پکتيا کې يوسيمه ئيز  خبرځاى وايي چې ديرغلګرو  په دې ډله ئيز بريد کې تراوسه پورې  ٢٦ تنه شهيدان او څه ناڅه يوسلو پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي .
خبرځاى زياته کړه چې دپکتيا ولايت په امنيه قوماندانۍ کې ديرغلګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ  نښته هماغه شان دوام لري .
په ګرديز ښار کې دپکتيادمرکزي روغتون ډاکترانو د ډار اچوونکو ددغه بريد له امله دڅه ناڅه ديرشو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
دوى وويل چې دمحصلانو په ګډون په لسګونو تنه ملکيان هم ددغه ډار اچوونکي بريد په شهيدانو او ټپيانو کې شامل دي .
  دغه بريد ټيک هغه وخت وشو چې په لسګونو تنه ځوانان دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ په تعليمي مرکز کې په پوځي  زده کړو بوخت وو .
له بلې خوا هم ويل کيږي چې ديرغلګرو ددغه بريد په وخت کې دپکتيا ولايت دامنيه قوماندان او دځينو نورو امنيتي مقاماتو په ګډون په امنيه قوماندانۍ کې غونډې دوام درلود .
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .
  ختم_   عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته