ټولنه

دپکتيا په مرکز کې د اوبو، ديوه بند دبنسټ ډبره کيښودل شوه .

کابل – باختر د د غبرګولي دمياشتې ٢٦
دپکتيا ولايت مرکز ګرديز ښار پورې اړوند دمين او دوابه په کلي کې د اوبو ديوه بند دبنسټ ډبره پرون دپکتيا ولايت دمرستيال له خوا کيښودل شوه.
دپکتيا ولايت دکرنې او اوبو لګولو ريس ذبيح الله حسن زي دباختر آژانس خبريال ته وويل : د اوبو ددغه بند دبنسټ د ډبرې دايښودلو په مراسمو کې دولايت مرستيال ،دحج او اوقافو رييس مولوي عبدالغفور او دقومونو يو شمير مشرانو ګډون کړى و . دغه بند دکرنې او اوبو لګولو وزارت له بودجې څخه ديو مليونو شپږ ديرشو زرو افغانيو په لګښت دپنځوسو مترو په اوږدوالي او شپږ مترو په سور  او شلو مترو په لوړوالي په شپږو مياشتو کې دمتحد ځدران د ساختمانى شرکت له خوا جوړيږي او ګټې اخيستنې ته به و سپارل شي .
دکرنې رييس زياته کړه: تاسې به په نږدې راتلوونکي کې په دغه ولايت کې دنورو پروژو دبنسټ د ډبرو دايښودلو شاهدان واوسي.
ده زياته کړه :دوه سوه کورنۍ د اوبو له دغه بند څخه ګټه اخلى او څه دپاسه زر جريبه ځمکه به هم خړوبه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته