کابل باختردوري دمياشتې ٢٨ :
دپکتياپوهنتون ديوشمير محصلانو دټپي کيدو په باب دلوړو زده کړو دوزير اوددغه وزارت دمشرتابه هيئت دخواخوږي پيغام
په خواشيني سره مو خبرترلاسه کړ چې دپکتيا پوهنتون پنځلس تنه محصلان پرون په ګرديز کې په يو اپارتمان کې دمحصلانو په استوګنځي ديوې ډلې وسله والو تروريستانو دبريد له امله ټپيان شول.
دلوړو زده کړو وزارت دمشرتابه هيئت اودهيواد تحصيلي مرکزونو محصلانو، استادان او ددغو محصلانو او ددوى کورنيو ته دخواخوږي اوغمشريکي دڅرگندولوپه ترڅ کې په محصلانواودتحصيلي مرکزونو په برخه والوبريد غندي
او هغه داسلامي ، انساني اوملي ارزښتونو پرخلاف بولى.
دلوړو زده کړو وزارت دلوى خداى (ج ) له دربارڅخه ددغې پيښې ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوي او ددولت له وسله والو مخالفينو څخه غواړي چې په ملکي کسانو په تيره بيا په محصلانو اودعلم اوپوهي په لارويانو له بريدڅخه ډډه وکړي .