کابل باختردوږي دمياشتې ١٢ :
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار دپکتياولايت دامنيتي حالت په باب ددغه ولايت دامنيه قوماندان رپوټ واوريد.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دپکتياولايت امنيه قوماندان جنرال زلمى اورياخيل په دغو لايت کې دپوليسو دبرياليتوبونو او دامنيتي حالت په باب دمشرانو جرګې رييس ته معلومات وړاندې کړل اوددغه ولايت دامنيتي ستونزو په حل کولو کې يې دمشرانو جرګې دهمکاري غوښتنه وکړه.
دمشرانو جرګې رييس دوړاندې شوى ر پوټ له اوريدو وروسته وويل: دامنيت تامينول اساسي لومړيتوبونه دي اوبايد مسوول ارګانونه په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او لازمه ده چې په اوسنيو نازکوشرايطو کې خلک هم دهېواد له امنيتي ارګانونوسره همکاري وکړي . او ژمنه يې وکړه چې داړوند کميسيون له لارې به ددغه ولايت دستونزو په حل کولو اقدام وکړي.
په پاي کې دپکتياولايت دامنيه قوماندان دخدمتونوپه درناوي دمشرانو جرګې ستاين ليک ده ته ورکړشو.
0 1 دقیقه لوستل