فرهنګ

دپښتو ژبې د شاعر او ليکوال عبدالعلي مستغني د مړينې د تلين درناوى وشو

کابل باختر دمرغومي اتمه :
دهيواد د شاعر او ليکوال عبدالعلي مستغني د مړينې د اتيايم تلين په درناوى د ميدان وردګو په ولايت کې يوه غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه د عبدالعلي مستغني د مړينې د اتيايم تلين په درناوى پرون دميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ د رياست له خوا د لسګونو تنوشاعرانو، ليکوالو، څيړونکو اوپوهانو په ګډون جوړه شوې وه .
جمهور رييس کرزي په هغه پيغام کې چې په دې غونډه کې ولوستل شو؛ عبدالعلي مستغني د پښتو د معاصرو ادبياتو دبنسټ ايښودونکى، مبارز او اصلاح ګر په توګه بللى دى.
په دې پيغام کې ددغه شان غونډې د جوړولو لپاره د ميدان وردګو ولايت د سيمه ئيزو مسوولينو او فرهنګيانو د هڅو اوهاند له امله قدردانۍ شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين هم په يو پيغام کې د پښتو ژبې د بډاينې په لاره کې دعبدالعلي مستغني کارنامې او د ده فرهنګي مبارزې وستايلې.
په دې غونډه کې د جمهور رييس فرهنګي سلاکار زلمي هيوادمل، دميدان وردګو والي عبدالمجيدخوږياڼي، ډاکتر شمس الحق آريانفر، استاد حبيب الله رفيع او اورنګ مختار د عبدالعلي مستغني د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو او د فرهنګي کارنامو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته