دپيښورپه چاودنه کې اوه اويا تنو ته مرګ ژو بله واوښته

پيښوردي نيوز باختردوري٢٨
په پيښور ښار کې دملي عوا مى ګوند په يوه غونډه کې ديوې ځانمرګى چاودنې له ا مله دپوليسو په ګډون څه نا څه اوولس تنه ووژل شول او شپيته تنه نورټپيان شول
دچاودنې په وخت کې دملي عوامى ګوند له دوو سوو څخه تردرې سوو تنو پورې فعالين دپيښور ښار ديکه  توت په سا حه کې ددغه ګوند په غونډه کې ګډون کړي و.
دپا کستانى طالبانو تحريک ددغه بريد مسوليت په غاړه  اخيستى دى .
په تيرو دريو ورځو کې په پاکستان کې پارلماني انتخاباتو په درشل کې دسياسي ګوندونو په فعالينو داڅلورم بريد دى .
دپاکستان دحکومت ديوماموردڅرګند ونو له مخې،شپږ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي په دې چاودنه کې کارول شوي و
دچاودنې سيمې ته څيرمه  ډيرې ليږدونکي واسطې سوځيدلى دي
دپاکستانى طالبانو مليشو غوښتل ددغه ترورستي عمل په ترسره کولو سره دملي عوامى ليک ګوند يومشر غلام احمد بلور ترور کړي .بلور په تيره کابينه کې داوسپنې پټلۍ دجوړولو وزير و، څومياشتې مخکې دغلام احمد بلور ورور بشير احمد بلور هم ترور شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته