ورزش

دپيام آسيا ټيم دميوند ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٨ :
په هرات ولايت کې  د فوټبال دحذفي جام سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق  ضيا دباخترآژانس  خبريال ته وويل :   په دغو سياليو کې د پيام آسيا اود ميوند ټيمونو لوبه وکړه  چې لوبه د صفر په وړاندې په يوې سره د پيام آسيا ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي  چې په دوام يې نن د هېواد او د سهيل ختيځ ټيمونه لوبه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته