دپوځيانو له خوا دبغلان دسرخ کوتل غونډې په نيولو سره امنيتي ګواښونو لرې کيدل .
کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دطالبانو له شتون څخه دپلخمري ښار دسرخ کوتل غونډې په پاکولو سره دپلخمري _ ايبکو لويه لاره په تيره بيا دچشمه شير په سيمه کې امنيتي ګواښونه په بشپړ ډول لرې شوي دي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر مل پاسوال امير ګل حسين خيل باختراژانس ته خبر ورکړ: دنويد – ١ عملياتو په نتيجه کې چې پوره يوه اوونۍ مخکې دسرخ کوتل دکليو دپاکولو په مقصد ترسره شول . دوسله والو طالبانو له شتون څخه دديارلسو کليو پرپاکولو سربيره د پلخمري _ ايبکو دلويې لارې امنيتي ګواښونه لرې شوي دي .
ده زياته کړه :ددغې لويې لارې دامنيت پرتامينولو سربيره دطالبانو له خواشپږ ځاى پرځاى شوي ماينونه هم دامنيتي ځواکونو له خوا شنډ شوي دي .
دغه راز پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي او دقاري بختيار او قاري شاه ولي په ګډون پنځه طالبان ټپيان شوي دي
يوه اړونده خبرځاي وويل :دچشمه شير دکليو له پاکولو مخکې طالبان ددغې لويې لارې په اوږدو کې دجکپايتتونو په جوړولو سره دخلکو دځورونې سبب کيدل چې اوس دښمن دسردزيات زيان په زغلمودغه سيمې له لاسه ورکړي دي.