ښوونه او روزنه

دپوهنې وزير دپنجشير ولايت ته سفر وکړ .

کابل باختر دوري  پنځمه :
دپوهنې وزير اسد الله حنيف  بلخي دپوهنې دحالت دڅيړنې لپاره نن دپنجشير ولايت ته سفر وکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې کتنه کې چې دپوهنې وزير دپنجشير ولايت له مستوفي  او دولايت له سرپرست ګلزار خان سره وکړه ددغه ولايت دپوهنې  دحالت په باب خبرې وشوې .
دهېواد دپوهنې وزير وويل: په پنجشير کې دپوهنې حالت ښه او پراخ شوى دى او داکاريې ددغه ولايت دپوهنې درييس او کارکوونکو  دهميشنيو هلوځلو زيږنده وباله  .
دپوهنې وزير په دې کتنه کې په دغه ولايت کې دمسلکي او تخنيکي تعليماتو دښوونځيو دجوړولو په باب خبرې وکړې ويې ويل دهېواد په کچه  اته سوه تنه زده کوونکي دمسلکي او تخنيکي زده کړولپاره  هندوستان  ته  استوو  چې دپنجشير ولايت  زده کوونکي هم پکې شامل  دي .
وروسته دپنجشير ولايت سرپرست ګلزار خان په دغه ولايت کې دمسلکي ښوونکو او ښوونځيو دکمښت په ګډون دځينو ستونزو په باب خبرې وکړې  او دپوهنې وزير ددغه ستونزو دلرې کولو ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته