کابل باختر دوري نهمه
دبلخ ولايت دعنايت الله نقشبندي ليسې دودانۍ دبنسټ ډبره نن دپوهنې دوزير له خوا کيښودل شوه .
ددغي وداني دبنسټ د ډبري دايښودلو په مراسموکې دپوهني وزير په دغه ولايت کي دښوونکو دمسلکي روزني لپاره دنوي مرکزد جوړولو يادونه هم وکړه.
دبلخ له ولايت څخه باختر اژانس دخبريال دخبر له مخي دپوهني وزير فاروق وردګ دخبرو په ترڅ کې وويل دهغه دري کلن پروګرام له مخي چي ترلاس لاندي دي په بلخ ولايت کي به هيځ ښوونځي بې زده کوونکي اوهيځ زده کوونکي بي ښوونکي شتون ونه لري .
ده دغه راز دپوهني دودي او پرمختيا په لاره کې دخلکو دهمکاري غوښتنه وکړه .
دبلخ والي عطا محمد نور وويل اوس ددغه ولايت په کچه يو سلو شپيته ښوونځي وداني نه لري دپوهني زياته بودجه بايد دبلخ ولايت ته ځانګړي شي ځکه په بلخ کي دوګړو شمير له نورو ولايتونو څخه زيات دي .
دبلخ ولايت دپوهني درييس د څرګندونوله مخي دغه ښوونځي دمزارشريف په اتمه ناحيه کي موقعيت لري چې دڅلور زره اووه سوه پنځوس مربع متره ځمکي په ساحه کې دالمان داقتصاد وزارت په مرسته دپنځه سوه ديرشو زرو ډالرو په لګښت په دووپوړونوکې په اتلسو مياشتوکې جوړيږي چې په وداني کي يي څلور ويشت درسي شپږ اداري خوني اونور ضروري ملحقات په پام کي نيول شوي دي .
ديادوني وړ ده چي دغه وداني به ددوه زره پنځه سوو تنو زده کوونکو ظرفيت ولري