ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت وياند :: دښوونځيو ښوونکو ته په ژمنيو رخصتيو کې ماکول نه ورکول کيږي .

کابل باختر د لړم دولسمه :
د حکومت  دمشرتابه هيئت له تصميم  سره سم په ژمنو رخصتيو کې ښوونکو ته ماکول نه ورکول کيږي .
دپوهنې وزارت وياند مجيب  مهر داد په دې باب  باختراژانس ته وويل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دکار له قانون او دحکومت دمشرتابه  له تصميم سره  سم  په ژمنيو رخصتيو کې  د ښوونځيو  ښوونکو ته ماکول نه ورکول کيږي .
په همدې  حال کې دښوونځيو يوشمير ښوونکو  دناخوښۍ  په څرګندولو سره دحکومت دغه تصميم ناسم وباله او څرګنده يې کړه داسې کسان شته  چې په يوه مياشت کې تر دوه سوه زرو افغانيو پورې  معاش اخلي او په بيلابيلو  دولتي  مقاماتو کې  داسې کسان  او اشخاص شته چې له دې  څخه هم زيات معاش اخلي .
دولت دغو حاتم بخشيو ته  متوجه نه دى خو دښوونکو له  دوه سوه څخه تر درې سوه افغانيو پورې دماکول په فکر کې  کيږي .
  ددوى دڅرګندونو له مخې  ښوونکو کلونه کلونه دژمنيو رخصتيو ماکولات  اخستي دي .
  ښايي دولتي چارواکو تر نن ورځې  پورې دقانون په باب  معلومات نه لرل چې درخصتيو دورځو ماکولات  يې ورکول .
دکابل ښار  ديوه ښوونځي ښوونکي عظيمه وايي  ( بايد له مسوولينو څخه وپوښتل  شي چې آيا دغه قانون نوى تصويب شوى دى )
ددې دڅرګندونو له مخې  ښوونکي يواځې  معاش لري  ددسترخوان خرڅ دوى ته نه ورکول کيږي ترانسپورت  نه لري  سوپراسکيل نه اخلي  او په ډيرو سختو ورځو او بدو شرايطو کې زده کوونکو ته لوست ورکوي .
دې  وويل  (  ددولت مخالفين ښوونکي وژني خو دولت دهغوى ډوډۍ اخلي )  په همدې ترتيب دغه تصميم دښوونکو دناخوښۍ  وړ وګرځيد او ويې ويل  دولت بايد پاملرنه وکړي چې دوزيرانو ، وکيلانو ، سلاکارانو ، کارپوهانو او دهغو نورو کارکوونکو معاش  چې په ډالر  سره اخلي دمامورينو دقانون په کومه برخه کې  ويل شوي دي چې دغو کسانو ته دې دغه شان معاشونه او امتيازونه  ورکړى شي
دکابل ښار ديوې  ليسې ښوونکى احمد ذکي  ددغه تصميم له امله په ناراحتي سره وويل ايا دپوهنې وزارت مقامات په دې پوهيږي چې خپلو سلاکارانو ، معينانو او رييسانو ته څومره مفت  اووړيا معاش ورکوي .
دده په خبره ښوونکى په ورځ کې شپږ ساعته په پښو ولاړ زده کوونکو ته لوست ورکوي ايا دوى دغه شان مجازات شي .
دښوونځيو دښوونکو ماکول په داسې حال کې نه اجرا کيږي  چې  جمهور رييس  محمد اشرف غني دخپل انتخاباتي کمپاين په وخت کې دښوونکو دژوندانه دحالت دښه والي ژمنه کړې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته