دپوهنې وزارت سرپرست په باميانو کې دپنځو ښوونځيو ودانۍ پرانستلې .

کابل باختر د لړم لومړي:
دپوهنې وزارت سرپرست فاروق وردګ  په افغانستان کې  دجاپان له سفير سره  په باميانو کې دپنځو ښوونځيو  ودانۍ پرانستلې .
دپوهنې وزارت سرپرست  فاروق وردګ او دجاپان سفير دنورو ښوونځيو په نمايندګي دباميان ولايت  دمرکز په مربوطاتو کې  دشيبر تو دليسې  نوۍ ودانۍ په رسمي ډول پرانستله .
په دې ليسه کې چې  اووه سوه نجونې اوهلکان زده کړه کوي  ودانۍ يې  په دوو پورونو کې  جوړه شوې ده  او اتلس  درسي خونې لري  او ځمکه يې  دسيمې خلکو دپوهنې په واک کې  ورکړې وه .
  دپوهنې وزارت سرپرست  هيله وکړه چې  زده کوونکي له دغې نوي ودانۍ څخه  دښوونې او روزنې  په لاره کې لازمه استفاده وکړي .
  دپوهنې وزارت سرپرست وويل چې ددريو ولايتونو په کچه  دجاپان په مرسته  دپنځه ويشتو مليونو  ډالرو په لګښت  داويا ښوونځيو  دجوړولو کار پيل شوي دي چې درې  ښوونځي يې په دريو ولايتونو باميانو، غور او دايکندي کې  جوړ شوي دي . چې له دې جملې څخه پنځه ښوونځي په باميانو کې اته ښوونځي  په غور کې او پنځه ښوونځي په دايکندي کې جوړيږي .
  دپوهنې وزير په باميانو ولايت کې  يوه الحاقيه ودانۍ او دنجونو يو ښوونځى هم منظور کړل .  په باميانو کې څه دپاسه يوسلواووه څلويښت زره تنه زده کوونکي  چې  نږدې نيمايي يې  نجونې دي په زده کړه بوخت دي چې دلوست چارې يې ددرې زره شپږ سوه تنو ښوونکو له خوا په درې سوه شپيتو ښوونځيو کې پرمخ بيول کيږي چې څه دپاسه سل ښوونځي ودانۍ نه لري .
  دپوهنې وزارت سرپرست  دجاپان له دولت څخه وغوښتل  چې په باميانو کې دبى ودانۍ ښوونځيو  په برخه کې  پاملرنه وکړي .
  د جاپان سفير ددغه هيواد ددولت اوخلکو دهمکارۍ هدف دافغان ماشومانو د ښوونې او روزنې دکچې وده او لوړول وبلل او وي ويل  په همدې مقصد دپنځه ويشتو مليونو ډالرو په لګښت  داويا ښوونځيو دجوړولوکار چې په باميانو ، غور او دايکندي کې دي  هيواد يې لګښت منلي دى  او ټولتال  پنځه پنځوس زره تنه زده کوونکي  له دغوښوونځيو څخه  ګټه اخلي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته