دپوهنې وزارت دخصوصي تعليمي موسسو ځيني مکلفيتونه جوړ کړي دي

 

کابل   باختردمرغومى دمياشتې  ٢ :

دپوهنې  وزارت  دښوونې اوروزنې دبهير دښه والې په  خاطر دخصوصي تعليمي موسسو ځينې مکلفيتونه مشخص کړي دي.

په هغه ليک  کې چې دپوهنې وزارت باختراژانس ته ليږلى دى  ويل شوي  دي   چې دپوهنې وزارت دپوهنې دقانون دشپږمې  او دولسمې مادې اودخصوصي تعليمي موسسو دمقررې د ٤١ مادې له مخې  دښوونې او روزنې دبهير دښه والې  اوپه خصوصي تعليمي  موسسو ( ښوونځيو ، ديني مدرسو ، تخنيکي  او مسلکي انستيتوتونو او دارالمعلميونو)  دباکېفيته  اومعياري خدمتونو دوړاندې کولو اودهرراز سرغړونې  دمخنيوي په مقصد  دغو مرکزونو ته خبرورکوي.

 _  ټولې خصوصي تعليمي  موسسې مکلفې دي خپل فعاليتونه له قانون اودپوهنې وزارت له نافذو مقرراتو ، لايحو او طرزالعملونو سره سم عيارکړي.

_  په مرکز او ولايتونو کې هغه خصوصي تعليمي موسسې  چې دفعاليت د جواز داعتبار موده يې پاى ته رسيدلې ده اويا يې دخصوصي تعليمي موسسو دمقررې له ٤٥ مادې سره سم عمل نه وي کړي ، مکلفې دي چې د ١٣٩١ کال دکب دمياشتې  ترلومړۍ نيټېي پورې دې دخپل فعاليت جواز نوي کړي .

له دې پرته به دغه موسسې د ١٣٩٢ تعليمي کال لپاره دفعاليت حق ونه لري.

_ دهېواد په مرکز او ولايتونو کې ټولې خصوصي تعليمي  موسسې په سلو کې سل دپوهنې وزارت دنصاب پرتطبيق مکلفې دي ا وددغو موسسو تقويتي مضمونونه دپوهنې وزارت له تائيد وروسته دتطبيق وړ کېداى شي .

_   خصوصي تعليمي موسسې  مکلفې دي چې خپل ټول اعلانونه او خبرتياوي په دغي تعليمي موسسه کې د موجودو واقعيتونو اودفعاليت له جواز سره سمې عيارې کړي.

_  هر راز سرغړونه اودقانون پرخلاف عمل ترقانوني پوښتنې لاندې نيول کېږي.

دپوهنې وزارت د ١٣٩٠  کال دکب دمياشتې دخبرتيا له مخې د ١٣٩١ تعليمي کال پيل او پاى دهيواد دسړو سيمو دولايتونو لپاره دوري دمياشتې  د ١٣٩١ کال د مرغومې دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه وروسته  خصوصي ښوونځي  مکلف دي چې خپل زده کوونکې دژمنيو  رخصتيو په مقصد رخصت کړي او دهراز کار دوام چې په ښوونځي کې   دزده کوونکو شتون حتمي کړي جواز نه لري .

_  ټولې خصوصي تعليمي موسسې  مکلفې دي چې ډير ژر  د١٣٩٢ کال بودجوي پلانونه اوکاري تدبيرونه برابر او د ١٣٩١ کال دکب دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه مخکې دې  دمنظوري لپاره  دپوهنې وزارت اړونده معينيتونو ته وسپاري ، هغه خصوصي تعليمي موسسې چې دخپل بودجوي پلان اودکاري تدابيري پلان منظوري په لاس کې و نه لري  له هغوى سره قانوني چلند کېږي .

_  ټولې خصوصي  تعليمي موسسې مکلفې دي چې يوازې   ديو ځل لپاره دزده کوونکو دشموليت په وخت کې  دحق الشمول يا ( داخله ) پيسې واخلي  . په هرکال کې  دهغو دپيسو داخيستلو تکرار جواز نه دي اوداکار دخصوصي تعليمي موسسو دمقررې پرخلاف دي.

_ په خصوصي تعليمي موسسو کې په زده کوونکو ديونيفورم  اوقرطاسيې جبري پلورنه  جواز نه لري .

_  په باالفعل ډول دفعاليت جواز پرته دخصوصي تعليمي موسسې  جوړول اودفعاليت پيل په بشپړه توګه منع دي اوسرغړونکې دقانون له حکمونو سره سم ترعدلي  څارنې لاندې نيول کېږي.

دزده کوونکو له کورنيو اومشرانو څخه غوښتنمه کېږي چې دخصوصي تعليمي موسسې دفعاليت دجواز دسند داصل له کتنې وروسته دې دخپل بچېان شامل کړي.

_  خصوصي  تعليمي موسسې مکلفې دي  چې دتعليمي کال دنهو مياشتو لپاره  ( دورې  دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه دليندي دمياشتې ترپاى پورې ) له زده کوونکو څخه مياشتني فيس واخلي .

_  دژمنې رخصتي دمياشتو دفيس ، دلوړتيا دپيسو، دبورد مارکر دپيسو ، قلمنداني ، پردې ، سرميزي ، تخته پا ک  او نورو په شان په بيلابيلو نومونو له زده کوونکې څخه د هر راز زياتو پيسو غوښتل غيرقانوني دي.

_  په خصوصي تعليمي موسسه کې دښوونکو ټاکنه اوګوښه کول په پوهنه کې دنورو ښوونکو په شان په هېواد کې دنافذو قوانينو له حکمونو سره سم ترسره کېږي اوپه همدي حال کې  په رسمي توګه دپوهنې په وزارت کې دخصوصي تعليمي لوست دشخړو دحل کولو مرکزي کميسيون ته خبر ورکول کېږي .

_  دغه راز دزده کوونکو له مشرانو څخه غوښتنه کېږي چې ددغې خبرتيا دمادو په تطبيق کې دې دپوهنې  له وزارت سره مرسته وکړي  له سرغړونو سره دمخامخ کېدو  په صورت کې په مستقيمې مراجعې سره  دپوهنې وزارت اړوندو ادارو ته خبرورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته