ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت دتخنيکي اومسلکي تعليماتو دمعينيت خبرتيا !

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٧ :
دپوهنې  وزارت دتخنيکي  اومسلکي تعليماتو دمعينيت خبرتيا  !
دکابل ميخانيکي انسټيټوټ  دکابل ښار دښوونځيو دنهمو ټولګيو فارغان  له لسم ټولګي  کې  او ددولسمو ټولګيو فارغان په ديارلسم ټولګي کې  دکانکور دازمويني له لارې دماشين آلاتو ، بريښنا  ، راډيو ، ټلويزيون  او دموټرو دترميم په څانگو  کې دپنځه کلنې دورې او داوبو رسولو ، مرکزګرمۍ  ، فلزکارۍ  او دترکاڼۍ  په څانگو  کې  ددرې کلنۍ دورې لپاره  د  ١٣٩٣ تعليمي کال دنويو شاملانو په توګه مني .
په شرايطو برابر مينه وال دې  له دوو عکسونو اودتابعيت له تذکرې  سره دکابل
ښار په شادوشمشيره ( ع )   کې ، دکابل ميخانيکي انسټيټوټ ته مراجعه وکړي او
دشموليت فورمه دې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته