-کابل باختر د وري دولسمه
دپوهنې وزير نن په يوه خبري غونډه کې وويل ، اويازره تنه ځوانان د نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې منو .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دپوهنې وزير فاروق وردګ په دې غونډه کې زياته کړه: ددولسمو ټولګيو اويازره تنه فارغان دنيمه لوړو زده کړو په ٢٧٤ موسسو کې چې داسلامي ، تخنيکي او مسلکي او دښوونکو دروزنې تعليمات پکې شامل دي جذبوي .
دپوهنې وزير زياته کړه چې ددوى جذب دمنلو د په پام کې نيول شويو معيارونو چې لوړ نمره ، اړتيا ، ظرفيت او علاقمندي پکې شامله ده ترسره کيږي .
ده وويل په ټول هيواد کې تراوسه پورې يو اعشاريه څلور مليونه نوي زده کوونکي دهيواد په پوهنه کې جذب شوي دي خو پنځوس زره ښوونکي کم دي .
ده دپوهنې د يو لړ پروګرامونو په باب معلومات ورکړل اوزياته يې کړه ،دهيواد دپوهنې دپروګرامونو د بشپړولو لپاره درې اعشاريه اوو ملياردو ډالرو ته اړتيا ده .
2 1 دقیقه لوستل