دپوهنې وزارت اعلاميـــه
کابل باختر دتلې دمياشتې ١٩ :
دپوهنې وزارت اعلاميـــه
دپوهنې وزارت ديوې اعلاميې په خپرولو سره ملالي يوسفزي ته دنوبل دسولې دجايزې دورکړې هرکلي کوي.
په هغې اعلاميه کې چې نن دپوهنې وزارت له خوا باخترآژانس ته رسيدلې ده
ويل شوي دي : نجونو ته دښوونې او روزنې دبرخې يوه مخکښه ملالۍ يوسفزۍ چې دډيورند له فرضي کرښې اخوا په صوات دره کې ستره شوې ده
همدغه نيک او انساني هدف ته درسيدو په مقصد درې کاله مخکې ديوې علم دښمنې وسله والې ډلې له خوا پرې ډزې وشوې .
په ملالۍ يوسفزۍ ناوړه قصد په هماغو لومړيو ورځو کې دافغانستان دپوهنې وزارت له خوا په کلکه وغندل شو او دافغانستان په ښوونځيو او روزنيزو او ښوونيزو مرکزونو کې د دعا د کولو دغونډو په ترڅ کې دې ته دبيا روغتيا هيله وشوه .
ملالۍ يوسفزۍ هغه نجلۍ ده چې په کم عمر سره سره يې وکولاى شول ښوونې او روزنې ته دمليونونو تږو نجونو غږ پورته کړي او دعلم او معرفت ضد يوشمير تور زړو له خوا نجونو ته دعلم دزده کړې په اړوند ظلمونه چې دډيورند له کرښې اخوا څخه ترسره کيږي ، دنړيوالو غوږ ته ورسوي اوپه دې لاره کې په دې لرغوني ټاټوبي کې دنجونو دزده کړې دبهير دکړندي کولو او خوځښت لپاره دنړيوالو پيوستون جلب کړي چې په نتيجه کې ددې د عادلانه مبارزو او داړوندې کميټې دپريکړې له امله دنوبل دسولې دمعتبرې جايزې په ترلاسه کولو بريالۍ شوه.
دافغانستان دپوهنې وزارت دملالۍ ددغه برياليتوب له امله نه يوازې په خپله دې ته بلکې دډيورند دکرښې په دواړو غاړو کې ميشتو خلکو ته مبارکي وايي او دلوى خداى ج له دربار څخه ملالۍ يوسفزۍ ته دزياتو برياليتوبونو هيله کوي .