دپوهنې دزنګ په کړنګولو سره د ١٣٩٦ نوى تعليمي کال پيل شو.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
دهېواد په سړوسيمو کې د ١٣٩٦ نوى تعليمي کال دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهورى رياست د دويم مرستيال قانونپوه سروردانش او دپوهنې دوزير اسدالله حنيف بلخي له خوا په اماني ليسه کې دپوهنې د زنګ په وهلو سره نن پيل شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله داماني ليسې په تالار کې جوړه شوې وه لومړى دپوهنې وزير په لنډو خبرو کې دپوهنې په برخه کې برياليتوبونه او موجود چلنجونه بيان کړل او ويې ويل چې تيرکال نهه مليونه دوه سوه زره تنه زده کوونکي چې په سلو کې نهه ديرش يې نجونې وې چې زده کړې چارې يې په ټول هېواد کې د دوه سوه زرو ښوونکو له خوا پرمخ بيول کيدل او په نوي تعليمي کال کې يو مليون تنه ماشومان په ښوونځي کې شامليږي.
ده وويل چې دپوهنې وزارت راستنيدونکو ماشومانو ته لازمي اسانتياوې برابره وي.
دپوهنې وزير نا امني ،د دودانيو او دمسلکي ښوونکو کمښت دهېواد د پوهنې پرمخ پراته چلنجونه وبلل او ويې ويل دعامى روغتيا وزارت ديونيسف د ادارې په همکارې دويني دکمښت پنځه مليونه ټابليټونه دنجونو زده کوونکو لپاره دپوهنې له وزارت سره مرسته کړې ده .
وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دويم مرستيال قانونپوه سروردانش خبرې وکړې او لومړى يې له ښوونکو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې ښوونکي په سختو شرايطو او محدودامکاناتو سره دهېواد بچيانو ته لوست ورکوي.
قانونپوه دانش ،فرهنګي وروسته پاتې والى او بيسوادي په هېواد کې دټولو بدبختيو عامل وبلل او څرګنده يې کړه چې نا امني او بنسټالنه د دې سبب کيږي چې ناپوهي او بيسوادي په هېواد کې پراختيا وکړي او دملي وحدت حکومت دخلکو له همکارۍ پرته به په دغو ستونزو بريالي نه شي.
دجمهوري رياست دويم مرستيال څرګنده کړه: له هغو مرستو سره سره چې دپوهنې له برخې سره شوې دي دولت نه دى توانيدلى چې دپوهنې دبرخې ستونزې په بشپړه توګه حل کړي او ددغو ستونزو حل کول دخلکو دهمکارې او ددولت دپرله پسې هڅوته اړتيا لري.
قانون پوه سرور دانش څرګنده کړه چې بنسټپالنه دهېواد په نا امنو سيمو کې دښځينه ښوونکو او زده کوونکو دنه شتون اصلي عامل دى او دملي وحدت حکومت جدي تصميم لري چې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا دخلکو په همکارې چلنجونه او ستونزې حل کړي او په نا امنو سيمو کې دهيواد ښځو او نجونو ته د زده کړې زمينه برابره کړي.
دجمهوري رياست دويم مرستيال دغه راز وويل: دښوونې او روزنې او د لوړو زده کړو په برخو کې دفرهنګي عالي شورا جوړول په هېواد کې په نوي تعليمي کال کې دملي وحدت دحکومت له اساسىي دندو څخه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته