کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
داسلام دمبين دين له پلوه دجندر او دښځې دحقوقو د پوهاوي تر عنوان لاندې نن په کابل کې دپوهاوي ورکولو ورکشاپ جوړ شو .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه ورکشاپ داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دجندر امريت له خواجوړ شوى دى
په دې ورکشاپ کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي دخبرو په ترڅ کې داسلام په مقدس دين کې دښځو دحقوقواو مقام په باره کې اړيکې ونيولې او ويې ويل چې په نننۍ نړۍ کې په بشري ټولنوکې دجندر ټولي موضوعګانې يې په بشپړه توګه دپوهي ، فهم او عقل له مخې منلى دى چې داسلام په مبين دين کې دښځو حق او حقوق ځانګړي ځاى لري .
ده زياته کړه چې له نيکه مرغه داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې په پنځو مهمو پستونوکې ميرمنې او نجونې کار کوي چې دخپرولو دچارو معينيت ، دخپرونو رياست او دګالري او باختراژانس دکورنيو خبرونو او دجندر امريتونه دي .
داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې دنورو وزارتونو په پرتله دميرمنو او نجونو فيصدي زياته ده .
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دمعينيت د پاليسۍ رييس سيد مصطفي سعيدي خبرې وکړې او ويې ويل داحصايې مرکزي ادارې په ٢٠١٣ ميلادي کال کې دافغانستان دوګړو شمير اووه ويشت مليونه تنه ښودلې دى چې په سلوکې له پنځوسو څخه تر يو پنځوسو پورې ميرمنې اونجونې دي .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دجندر امرې محبوبې سعادت دجندر دتعريف او دجندر دهدفونو او دهغه دبيلابيلو اړخونو په باب معلومات ورکړل
په کابل کې دايران درايزني استازي مولانا يوسفي هم داسلام په مقدس دين کې دښځې دحقوقو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې دښځې دحقوقو په اړوند داسلام نظر په بشپړه توګه ښه نظر دى .
ده وويل موږ په اسلام کې دژوندانه حق ، دازادۍ حق ، روغتيايي حق ، دکار حق ، دقانون جوړولو حق او په حکومتوالي او قانون جوړولو کې دګډون حق لرو اوښځې هم دنارينه و په شان برابر حقوق لري .
په پاى کې دورځپانو لوى رييس ډاکتر شمس الحق ارينفر او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري رييس ظاهر حسن په ټولنه کې دښځې دحقوقو په اړوند خبرې وکړې .
1 1 دقیقه لوستل