روغتیا

دپوليو دواکسين تطبيقول په ننګرهار کې په فوق العاده ډول پيل شو .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دپوليو دماشومانو دګوزن دواکسين تطبيقول نن په ننګرهار ولايت کې پيل شول.
دغه پروګرام  په ننګرهار ولايت کې ددريو ورځو لپاره په فوق العاده ډول تطبيقيږي
  دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال دباختراژانس خبريال  ته وويل چې په دې پړاو کې له پنځه کلني  څخه ښکته نهه سوه پنځوس  زره ماشومان واکسين کيږي .
ده وويل  په دې پړاوکې څه دپاسه شپږ زره رضاکاران  دغه پروګرام  دننګرهار ولايت په کچه تطبيقوي .
ديادونې وړ ده چې دنړۍ   دروغتيايي سازمان د سروي له مخې تراوسه پورې  دهيواد په کچه دپوليو شپږ مثبتې پيښې  تثبيتې شوې دي چې دوه پيښې يې په ننګرهار ولايت کې دوه پيښې په لغمان ولايت کې يوه په کونړ او يوه په ارزګان  ولايت کې تثبيت شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته