کابلباختردغويي ٤ مــــــه
دسمنګانو ولايت دعامې روغتيا رياست مقاماتو په دغه ولايت کې دماشومانو دګوزڼ د واکسين دپرو ګرام دبريالى تطبيق په خاطر ددينې عالما نو او قو مي مخورو په رول باندې ټينګار و کړ
په هغې غونډه کې چې له همدي ا مله په ايبکو ښار کې جوړه شوې وه يو شمير دينى عالمانو ، دجوما تو نو ملا امامانو ، دپو هنې چاروا کو اود ولايتې شورا ګانو غړو پکى ګډون کړي و دسمنګا نو ولايت د عامې رو غتيا رئيس ډا کتر عبدالحميد په خبروکې دپو ليو د واکسين دبريالى تطبيق په لاره کې دخلکو رول ګټور و باله اوله برخه والو څخه يي وغو ښتل چې د دغه پرو ګرام په بهير کې همکاري وکړي
په دې غونډه کې دسمنګانو ولايت د عا مې رو غتيا رياست د کتلوى معافيت د ا مريت مسول ډاکتر نظرمحمد وويل پو ليو يا ګوزڼ يوه فوق العاده ساري اوخطرناکه نارو غى ده او ويروس يي د خو لى له لاري د ماشوم بدن ته ننو ځې او په کولمو کې تکثر کوي او اعصا ب اغيزمن کوي
په دغو مراسمو کې دسمنګانو ولايت د حج او اوقافو رئيس مولوى صفي اله شريفي وويل دوي دجوماتو نو ټولو ملا اماما نو ته لار ښوونه کوي چې په پنځه ګو نو اوپه تيره بيا د جمعي په خطبو کې ددغې نارو غې اود هغې د وقا يي دڅرنګوالى په باب خلکو ته هراړخيز معلومات ور کړي
په همدى حال کې په دغه ولايت کې د ماشو ما نو دګوزڼ د نارو غى پرخلاف دواکسيناسيون درې ورځنې پرو ګرام پيل شو اوټا کل شوي ده له پنځه کلنۍ څخه ښکته سل زره تنه ماشومان ددغې نارو غې په وړا ندې واکسين شي