دپوليسو څلور تنه سرتيرې په فراه کې شهيدان شول .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
دپوليسو څلور تنه سرتيرې تير ماښام  په فراه ولايت کې شهيدان او څلور تنه  نور  يې ټپيان شول.
د  فراه دوالي  ويندوى فواد عسکري باختر اژانس ته وويل : 
دغه سرتيرې په  فراه ښارکې د ګزمې په وخت کې د طالبانو له کمين سره مخامخ شول چې له امله يې د پوليسو څلور تنه سرتيري  شهيدان او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له   مخې :   طالبان  تر يوه بلکې لاندې پټ شوي  وو   او دپوليسو دځواکونو په  نږدې کيدو سره يې  ورباندې ډزې وکړې او له امله يې څلور تنه  پوليسان شهيدان او څلور تنه نور  يې ټپيان  شول .
عسکري  وويل   :   په دې  پيښه کې   طالبانو ته    هم  د سر زيان اوښتى او هغوى تښتيدلي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته