امنیت

دپوليسو يو مامور دکابل ښار داتمې ناحيې په مربوطاتو کې ووژل شو

_ کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :
دکابل دپوليسو خبرځايونو دپوليسو ديوه مامور د وژل کيدو دڅرنګوالي په باب چې تيره شپه دکابل ښار داتمې ناحيې په مربوطاتو کې  ووژل شو څيړنې پيل  کړې دي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دپوليسو يو مامور تيره شپه دکابل ښار درحمن مينې د ٢٠٠  فاميلو په ساحه کې ديوې پـيښې له امله ووژل شو اودپوليسو دوه تنه نور مامورين ټپيان شول.
دپيښې څرنګوالى معلوم نه دى  خو يوې امنيتي پوستې ته څيرمه هغه هم په پايتخت کې دغه شان پيښې زياتې پوښتنې پيدا کړې دي.
دکابل دپوليسو مقاماتو په دې باب له تبصرې څخه  ډډه کړې ده  خويوې امنيتي سرچينې  چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه  وکړه تائيده کړه  چې دپوليسو يو مامور دکابل ښار په اتمه ناحيه کې دپيښې له امله وژل شوى دى اوپه دې اړوند دپوليسو تحقيقات اوپلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته