امنیت

دپوليسو يو قوماندان په سمنګانو کې ووژل شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
ديوې پوستې قوماندان تيره شپه په سمنګانو ولايت کې ووژل شو.
دسمنګانو ولايت د بر دره صوف ولسوال احمد علي حسني دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دهنه تور د ډبرو سکرو د کان دامنيتي پوستې قوماندان اسدالله اخوند زاده وژل شوى دى.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پوسته کې ددغه قوماندان په ګډون ٤  تنه پوليسان دسيمې او د دهنه تور ډبرو سکرو دکان د امنيت په تامينولو بوخت وو . تراوسه معلومه نه ده چې دغه پيښه دشخصي دښمنيو زيږنده ده اويا بله انګيزه لري؟
د بر دره صوف ولسوال زياته کړه: دپيښې په اړوند دسيمې يو تن اوسيدونکى د پوليسو له خوا نيول شوى او مقتول له وژل کيدو مخکې دنيول شوى سړى نوم اخستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته