دپوليسو يو افسر شهيد او پنځه تنه نور پوليسان ټپيان شول .

کابل _ باختردثور اوولسمه :
دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو دبريد له امله دپوليسو يو افسر شهيد او پنځه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
دامام صاحب ولسوال امان الدين قريشي باختراژانس ته وويل، دپوليسو په ځواکونو ددغې ولسوالۍ درام الله زيارت په لاره کې دوسله والو مخالفينو له خوا بريد وشو چې له امله يې دپوليسو  يو افسر شهيد اووه تنه نور پوليسان  ټپيان شول .   خبرځاى زياته کړه: دپيښې ټپيان ددغې ولسوالۍ  روغتيايي کلينيک ته ليږدول شوى دى او دکلينيک مسوولينو ددوو تنوټپيانو حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته