امنیت

دپوليسو منسوبين وستايل شول

-کابل باختردثور دمياشتي دريمه :
د هيواد دکورنيو چارو وزارت مقاماتو  هغه امنيتي ځواکونه اوسرتيري وستايل چې  دپکتيا ولايت په وروستيو پيښو کې يې ميړانه ښودلې ده.
دهيواد دکورنيو چارو وزارت هغه شل تنه افسران ، ساتنمنان اوسرتيري  دستاين ليکونو، مډالونو اودنغدي پيسو په ورکولو سره وستايل  چې ديرغلګرو په بريدونو کې يې وړتياښودلې وه .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باختراژانس ته وويل ،دغه کسان به  دهيواد دکورنيو چارو  وزارت په لارښوونه په ښو ترفع ګانو ووياړل شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته