کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دپنجشير ولايت يو شمير ښوونځي معياري ودانۍ نه لري.
دپنجشير ولايت دپوهنې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ديرش ښوونځي ودانۍ نه لري : دغه مسوولين په دې بانډې په ټينګار سره چې بايد دغه ستونزه وڅيړل شي وايي، څو ځلې يې دغه موضوع دپوهنې له وزارت سره شريکه کړې ده خو مطلوبه نتيجه يې نه ده ورکړې .دپنجشير ولايت دپوهنې رييس عتيق الله کريمي وايي چې اوس په پنجشير کې دوه ديرش ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په پرانستې فضا او تر ټکنده لمر لاندې زده کړه کوي.دپوهنې رييس زياته کړه په پنجشير ولايت کې ديو سلو نهه ويشتو فعالو ښوونځيو له جملې څخه ٩٠ ښوونځي ودانۍ لري او نور اووه يې تر کار لاندې دي او دوه ديرش نور يې ودانۍ نه لري.
0 1 دقیقه لوستل