دپنجشير والي پوهنې ته پاملرنه خپل کاري لومړيتوب وباله.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
دپنجشير والي انجينير محمد عارف سروري پوهنې ته پاملرنه خپل کاري لومړيتوب وباله.
دپنجشير ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پنجشير والي په هغې کتنه کې چې نن يې ددغه ولايت دپوهنې له مسوولينو او کارکوونکو سره لرله وويل چې دپوهنې دمسوولينواو کوونکو دستونزو دلرې کولو په لاره کې به هيڅ راز هڅه او هاند ونه سپموي.
دپنجشير دوالي دڅرګندونو له مخې: پوهنه دانساني ټولنو بنسټ جوړوي له دې امله بايد دهغې دښه والي په لاره کې بى پروايي ونه شي.
په همدې حال کې دپنجشير ولايت دپوهنې رييس عتيق الله کريمي په دغه ولايت کې پوهنې ته ددغه ولايت دمقام پاملرنه ګټوره وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته