دپنجشير لاره پرانستل شوه .
کابل باختر د وږي دريمه :
دپنجشير سړک پرون داورښت او د ډبرو درغړيدو له امله دترافيکو پرمخ تړل شوې وه بيا پرانستل شوه . دپنجشير ولايت دفوايد عامې رييس حشمت الله حکيمي په دې ترڅ کې چې په دې لاره کې په جدي توګه دکار دپيلولو خبرې کوي په همدې حال کې درغړيدلو ډبرو دزياتوالي او د اوښتو زيانونو په باب وويل چې ددوى او دکار دقواوو دځواکونو دهلوځلو له امله دغه سړک له ١٢ ساعتونو وروسته دترافيکو پرمخ پرانستل شو .
ديادونې وړ ده چې په دې پيښه کې دسرزيان نه دى اوښتى .