ټولنه

دپنجشير دښځو دچارو رياست کارونه مثبت وبلل شول .

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دښځو دچارو وزيرې دلبر نظري  نن پنجشير ولايت ته  سفر وکړ .
پنجشير ولايت ته ددلبر  نظري دسفر هدف له سيمه ئيزو مقاماتو سره کتنه او په دغه ولايت کې  دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دبندولو دکميسيون  دکارونو څيړنه بلل شوي دي .
په هغې کتنه کې  چې دښځو دچارو وزيرې  دپنجشيرولايت  له مرستيال  محمد امين صديق سره  وکړه دپنجشير ولايت  دښځو د چارو رياست  دکارونو او په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دبندولو دکميسيون دمياشتنيو غونډو د جوړولو له امله  قدرداني وکړه .
  وروسته  صديقي په پنجشير ولايت کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دبندولو دکميسيون  مياشتنيو غونډو دجوړولو دارزښت په باب  خبرې وکړې او  څرګنده يې کړه چې ښځې دټولنې نيمايي برخه ده . او ددې اړتيا ده  چې په اقتصادي ، ټولنيز اوسياسي  ژوندانه کې  فعاله ونده ولري .
  دپنجشير ولايت دښځو دچارو رييسې  خاطرې شيخاني وويل چې دروان  کال په شپږو مياشتو کې دښځو په اړوند دتاوتريخوالي اوولس قضيې دغې ادارې ته رسيدلي دي . چې په ټاکلې موده کې د عدلي اوقضايي ادارې په همکارى  حلې شوې دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته