دپنجشير دڅلورو ولسواليو مواصلاتي لارې دواورې داورښت له امله وتړلې شوې.

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دپنجشير ولايت دڅلورو ولسواليو مواصلاتي لارې دواورې دوروستيو اورښتونو له امله دترافيکو پرمخ تړل شوي دي.
دپنجشير ولايت دآبشار ولسوال حامد روشن باختر آژانس ته وويل : د ورورستيو څو ورځو دواورې د اورښتونو له امله د درې ،آبشار ،پريان او خنج دولسواليو موصلاتي لارې دترافيکو پرمخ تړلي شوي دي.
ده څرګنده کړه چې په دغو ولسواليو کې يو متر واوره شوې ده.
روشن څرګنده کړه چې سيمه ييزو مسولينو تراوسه پورې دلارو دپرانستلو لپاره کوم اقدام نه دى کړي.
دغه راز دپنجشير ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې يو تن چارواکى اغا شيرين وايي، دژمي په موسم کې له پيښو سره دمبارزې په خاطر له پخوا څخه زرو کورنيو ته خوراکي توکي ،ژمني جامې او نغدې پيسې زيرمه کړي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته