کابل باختر د کب اوولسمه :
دپنجشير ولايت دځوانانو پارلمان لپاره کلنۍ بودجه په پام کې نيول شوې ده .
دباختراژانس دخبرله مخې ، له دې وروسته هرکال دسيمه ئيزو ارګانونو دمستقلې ادارې، دښاروالۍ دچارودمعينيت له خوا يوسلو شل زره افغانۍ دپنجشير ولايت دځوانانو پارلمان ته ورکول کيږي .
دپنجشير ولايت دځوانانودپارلمان مسوول انجيل احمد لنګري وويل چې دغه پيسې به يوازې ځوانانو ته دپاکي ، صفايي ، دبنرونو دچاپ اونصبول په ښوونځيواومدرسوکې دمشورې ورکولو دشوراګانوپه جوړولواو په علمي حوزوکې دپوهاوي لپاره ولګول شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ