ټولنه

دپنجشير دشتل او سيدو نکولپاره سړک ته نږدي لاره جوړيږي

پنجشير باختردوري دمياشتې ١١:

دپنجشير په شتل ولسوالۍ کې دپنجشنبې په ورځ دموټرو دتګ راتګ ديوې لارى د جوړيدو کار پيل شو .

ددغې لارى په جوړيدو سره دشتل ولسوالۍ خلک کولاى شي په ډيرکم وخت او په ساده ګى سره د پنجشير ولايت په عمو مي سړک تګ راتګ وکړي

دفوايد عامې وزير نجيب الله اوژن باختر اژانس ته وويل چې دغه سړک داتيا مليو نه اته سوه زره افغا نيو په لګښت د نړيوال بانک په مر سته د کليوالى لارو د جوړولو پرو ګرام له لارې جوړيږي

ده چې ددغه سړک د جوړولو د کار د پرا نيستلو په مقصد پنجشير ته تللى و له خلکو سره ژمنه و کړه چې په دغه ولايت کې به دسړکونو د جوړولو اوپخولو اود ترا نسپورتي ستونزو د لري کولو په برخه کې به هڅه او هاند وکړي

دسيمې يو تن او سيدونکى عين الدين وا يي چې اوس دوى د پنجشير ولايت عمومي لويې لارې ته درسيدو لپاره اړ دي چې اوږده لاره ووهى

عين الدين له دې امله چې پنجشير مرکز ته ددوى د تګ راتګ لپاره نږدي لاره جوړيږي خوښ دى ، خو وا يي چې هيله لري دغه لاره چې اوس ددوى لپاره جوړيږي قير شي

په دې سفر کې د فوايد عا مې وزير په دغه ولايت کې دسړ کو نو په جوړ ولو کې دټيټ کيفيت په اړوند د خلکو له شکايتو نو سره مخا مخ شو . ده له خلکو سره ژمنه و کړه چې ددغو سړکونو په ترميمو لو کې به اقدام و کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته