کابل باختر د ثور ديرشمه :
دپنجشير ولايت دبدني روزنې دادارې مسوول غلام ايشان الماس له خپلې دندې استعفا وکړه .
ښاغلي ايشان دخپلې استعفا لامل په پايتخت کې دهغې ادارې دمقاماتو نامناسب چلند اوګواښ وباله
دپنجشير ولايت دبدني روزنې دادارې مسوول وويل چې دهغو شخصي دښمنيو له امله چې دبدني روزنې دملي ادارې رييس جنرال کرام الدين کريم يې له ده سره لرې ددې لامل شوى چې له دندې استعفا وکړي .
غلام ايشان زياته کړه چې په دې وروستيو کې دبدني روزنې دملي ادارې درييس له خوا ددندې پريښودلو ته اړ شوى دى
دبدنې روزنې دملي ادارې رييس کرام الدين کريم دپنجشير په ولايت کې دبدني روزنې په اداره کې دفساد شتون دهغې ادارې دمسوول داستعفا لامل بولى کرام الدين زياته کړه چې دغلام ايشان دوسيه يې چې په فساد تورن دى دڅيړنې لپاره څارنوالى ته استولې ده .
0 1 دقیقه لوستل