دپناه غوښتوونکي نړيواله ورځ په کا بل کې ونمانځل شوه .

کابلباختر دجوزا٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس حامد کرزي دپيغام په لوستلو سره دپناه غوښتوونکي نړيواله ورځ نن د مهاجرينو دراستنولو د چارو وزارت اود پناه غوښتوونکو په چارو کې د ملګرو ملتو دسازمان د عالي کميشنرۍ له خوا په کابل کې ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه لومړي دجمهوررئيس حامدکرزي پيغام دقومونو اوقبايلوپه چارو کې د جمهور رئيس دسلاکار شهزاده مسعود له خوا ولوستل شو  چې په دې پيغام کې ويل شوي دي موږ په داسې حال کې دغه ورځ نمانځو چې زموږ په مليونونو تنه ګران هيواد وال دهجرت اوغربت په ټاټوبى کې شپې سبا کوي. دلوى خداى (ج) له دربار څخه هيله لرم چې زموږ هيوادوال په خپله خوښه ، په خوندي توګه او په سرلوړې اوعزت سره خپل هيواد ته راستانه شي اودخپلو دوستانو اوعزيزانو ترڅنګ دبشپړ امنيت او ارا مۍ په فضا کې د هيواد دابادي په لاره کې کاروکړي اود خلکو دخدمت جوګه شي.
جمهور رئيس په دې پيغام کې له ټولو هيوادونو په تيره بيا د ايران له اسلا مي جمهوريت اودپا کستان له اسلا مي جمهوريت څخه له افغان پناه غوښتوونکو سره د هغوى د حقوقي ملاتړ په درناوي مننه او قدرداني وکړه او هيله يې وکړه چې دغه هيوادونه د ١٩٥١ ميلادي کال د کنوانسيون اود نړيوالو ميثاقونو په چوکاټ کې افغان پناه غوښتوونکو ته لازمې اسانتياوې برا برې کړي.
حامدکرزي په دې پيغام کې هيله وکړه چې نجونو او هلکانو په ګډون افغان مهاجر ځوانان دمهاجرت په ټاټوبى کې د تحصيلي او تعليمي تګلوري له فرصتونو څخه ترممکنې اندازې پورې استفاده وکړي اود تخصصي پوهې د ترلاسه کولو په لاره کې چې زموږ دټولنې اړتيا ده زيا تې هلې ځلې وکړي.
جمهور رئيس دغه راز دمها جرينو دراستنولو د چارو له  وزارت څخه مننه وکړه او هيله يې وکړه چې دغه وزارت مهاجرينو ته دخدمت په لاره کې له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي .
وروسته په دې غونډه کې د مهاجرينو دراستنولو دچارو وزير ډاکتر جماهير انوري خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه وزارت په خپلو امکاناتو سره ترزياتې اندازې پورې افغان مهاجرينو اوپناه غوښتوونکو ته لا زمې اسانتياوې برابرې کړي دي.
ده وويل، همدا اوس نږدې دوه اعشاريه شپږ مليونه تنه افغانان دنړۍ په هيوادونو کې مهاجر دي چې له دې جملې څخه دوه اعشاريه څلور مليونه تنه يې ايران اوپاکستان کې شپې سباکوي.
ډاکترجماهر انوري له ګاونډيو هيوادونو څخه د مننې اوقدرداني دڅرګندولو په ترڅ کې له هغوى څخه وغوښتل چې له افغان مهاجرينو سره دې د نړيوالو ميثاقونو سره سم چلند وکړي اوهغوى ته دې دداوطلبانه راستنيدو زمينه برا بره کړي .
ډاکتر انوري څرګنده کړه چې موږ د ايران او پا کستان له هيوادونو سره دمهاجرينو په چاروکې د ملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ په وساطت د همکارۍ يو ميثاق لاسليک کړى دى چې د هغه له مخې به د مها جرينو ټولي ستونزې دخبرو او تفاهم  له لارې حل شي.
ډاکترانوري دپاکستان له حکومت څه وغوښتل چې دهغومها جرينو دکارتونو موده دې يوځل بيا تمديد کړي چې په دغه هيواد کې شپې سبا کوي .
ده دغه راز يادونه وکړه چې نږدې نيم مليونه تنه داخلي بې ځايه شوي کسان په هيواد کې شته چې د هغوى دستونزو دحل کولو اوپه خپلو سيمو کې دهغوى دبيا ميشت کولو لپاره مو يوه مشخصه پاليسي برابره کړې ده چې ټاکل شوې ده د  وزيرانو شوراته وړاندې شي چې ددغې پاليسۍ په تصويبو لو سره دداخلي بې ځايه شويو کسانو ستونزې حل کيږي .
په دې غونډه کې دافغانستان دپناه غوښتوونکو په چارو کې د ملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ د نمايندګۍ ددفتر رئيس دمهاجرينو دراستنولو دچارو له وزارت سره ددغې ادارې د همکاريو په دوام باندې دټينګار ترڅنګ د افغانستان له ګاونډيو هيوادونو څخه وغوښتل چې له افغان مهاجرينو سره دې د  نړيوالو ميثاقونو له مخې چلند و کړي .
ده هم دپاکستان له دولت څخه وغوښتل چې ديو اعشاريه اوومليونو تنو افغان مهاجرينو دکارتونو موده تمديد کړي اود هغوى دداوطلبانه راستنيدو زمينه دې برا بره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته