امنیت

دپل علم _ ګرديز لويه لاره دطالبانو دبريد له امله تړل شوې ده

کابل باختر د وږي  دريمه :
دپل علم _ ګرديز لويه لاره  دترافيکو پرمخ دطالبانو دډلې  دبريد له امله تړل شوې ده .
نن سهار يوې ډلې  يرغلګرو د پل علم _ ګرديز په لويه لاره کې په امنيتي پوستې بريد وکړ  ويل کېږي  چې جګړه ددواړو لورو ترمنځ تراوسه پورې دوام لري .
دپل علم _ ګرديز  دلوى لارې يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې جګړه دطالبانو او پوځيانو ترمنځ دوام لري او په سلګونو تنه مسافران دجګړې دسيمې په دواړو غاړو دجګړې پاى ته رسيدو او دلوى لارې پرانستلو ته سترګې په لاره  دي
تراوسه پورې ددغې جګړې له امله دسردزيان شمير نه دى روښانه شوى .
هغه واټ  چې دلوګر ولايت دپکتيا له ولايت  سره  نښلوي  کله کله دډار اچوونکو ډلو  له هغې جملې څخه دوسله والو طالبانو دډلې دفعاليتونو ډګر وي .
ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته