دپل سوخته اودارلمان واټ دنومولو ستونزه حل شوه
کابل باختردلړم دمياشتې ٧ :
په هغې غونډه کې چې نن سهار د کابل ښاروالۍ په تالارکې جوړه شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست اودواټونو د نومولو دکميسيون رييس ډاکتر سيدمخدوم رهين ، دکابل ښاروال انجنيرمحمديونس نوانديش په شتون په داسې حال کې چې دچاردهي او ددشت برچي دخلکو استازي حاضر وو ، هغه ستونزه پاى ته ورسوله چې تر پل سوخته پورې د دارلامان واټ دنومولو له امله رامنځته شوې وه .
په دې وروستيو وختو کې د وزيرانو شورا غونډې د واټونو دنومولو د کميسيون رييس ډاکتر سيدمخدوم رهين او کابل ښاروال ته لارښوونه کړې وه چې موضوع دې دسيمې له اوسيدونکوسره طرحه کړي او دحل لاره دې ولټوي.
چې اړونده لوري ورسره موافقه ولري .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او دواټونو دنومولو دکميسيون رييس په هېواد کې د ورونو مليتونو اوقومونو په اتحاد ، اتفاق او ګډ ژوندانه باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې دهېواد دستر شخصيت اومشهور مورخ فيض محمد کاتب هزاره د درناوي په خاطر دآزادۍ مطبعو په وړاندې واټ چې دمقاومت له څلي څخه پيل او دشهيد عبدالحق ترڅلور لارې پورې دوام مومي له مطبوعاتو په تيره بيا له انيس ورځپاڼې سره دهېواد ددغه تاريخ ليکوونکي دعشق اوعلاقې په دليل چې دده په زمانه کې دجريدې په بڼه خپريده ، دده په نامه ونومول شي او د ګذرګاه له پله څخه دده دانا ترسړک پورې چې دچاردهي په زړه کې موقعيت لري د چاردهي په نامه ونومول شي .
دغه راز دپل سوخته _ دارلامان سړک دې دپخوا په شان خپل پخوانى نوم ولري.
وروسته دچاردهي دشورا رييس الحاج نيازمحمد نظر څرګند کړ او دواټونو دنومولو دکميسيون د رييس ډاکتر رهين دخبرو دتائيدولو په ترڅ کې وويل چې دواټونو دنومولو دکميسيون درييس تصميم محترم بولم او هغه منم.
وروسته الحاج رمضان د دشت برچي دخلکو په استازيتوب ددغه تصميم ملاتړ وکړ .
ددغې غونډې په دوام دواټونو دنومولو دکميسيون غړي شيخ علي احمدفکور داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست اودواټونو دنومولو دکميسيون درييس دخبرو دتائيدولو په ترڅ کې دتفاهم اوزغم د روحيې يادونه وکړه او زياته يې کړه چې داسلام سترپيغمبر حضرت محمد (ص) په زغم او تفاهم سره ستر اختلافونه پاى ته رسول .
ده له دواړو لورو څخه وغوښتل چې دغه وړانديز ته غاړه کيږدي او په دې وسيله يې له اړوندو لورو څخه وغوښتل چې له دغه تصميم سره دې موافقه وکړي .
دغه راز دکميسيون غړي نجم الرحمن مواج شخړې او ناندرې دخلکو په ګټه ونه بللې او دتفاهم او موافقې اود اړوندو لورو له خوا يې دکميسيون دوړاندېز دمنلو غوښتنه وکړه .
دغه راز کابل ښاروال د اړوندو لورو د ګډون او موافقې اود کميسيون دپريکړې دمنلو له امله خوښي څرګنده کړه او درامنځته شوې شخړې حل يې دملي وحدت او وفاق دټينګښت په لاره کې يو ګام وباله .