ښوونه او روزنه

دپلخمري په ښار کې دفرحت غونډۍ منځنى ښوونځى جوړ شو .

کابل باختر دوږي  دولسمه :
په پلخمري ښار پورې اړوند دفرحت غونډۍ دمنځنى ښوونځى نوې ودانۍ نن دهغې  دجوړولو دکار له بشپړيدو وروسته دبغلان ولايت دپوهنى درييس له خوا پرانستل شوه اوګټې اخستنى ته وړاندې شوه.
دبغلان ولايت دپوهنې درياست دخبري څانګې مسوول احمد بشير ارين دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ښوونځى څلور زره  متره مربع ځمکه نيولى چې دولس درسي خونې لرى او په يو پوړيز ډول په پاخه او اساسي ډول  ديو نيم کال په موده کې دپنځه څلويښتو زرو يورو په ټول لګښت دالمان دخيريه موسسې په مالي مرسته او په المان کې ديوه اوسيدونکې  افغان فعالې  ښځې ډاکترې نجيبې  بهمنش  په همکارۍ جوړه شوې ده .
   دبغلان ولايت دپوهنې رياست داداري مرستيال غلام قادر رسول  دڅرګندونو  له مخې، ددغه ښوونځى دکاري چاروپه بشپړيدو سره ددرسي خونو  دکمښت له پلوه  دڅه دپاسه يو زرو شپږ سوه زده کوونکو ستونزې په بشپړه ډول له منځه لاړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته