ټولنه

دپست نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٧
دپست نړيواله ورځ   نن  پست د خلکو اوتجارت په خدمت  کي ترشعار لاندې دمخابراتو اودمعلوماتي تکنالوجۍ د وزارت له خوا و نمانځل شوه  .
دباخترآژانس دخبر له مخې :   په هغې غونډه کې  چې له همدې ا مله دمخابراتو
د وزارت له خوا جوړه شوې وه يوشمير لوړ رتبه دولتي مقاماتو، په ملي شوراکې دخلکو يوشميراستازو، دمخابراتو وزارت مشرتابه هيت اودپستي خدمتونو د
وړاندې کوونکو شرکتونو رييسانو او مسوولينو ګډون کړى  وو.
په پيل کى دمخا براتو وزارت تخنيکي معين انجنير بريالي حسام خبرې وکړې  او ويې ويل هغه کسان چې په نړۍ کې دپستي سکتوردڅانګې خدمتونه  ترسره کوي اوله يوې سيمې څخه بلې سيمې ته  دمعلوماتولومړني  پيغام  رسونکي و  پست اوپيغام  رسول په افغانستان کي هم  ښه  تاريخ لري
دمخابراتو اودمعلوماتي تکنالوجۍ وزارت تل هلې ځلې کړې دي چې دافغانستان خلکو ته ښه او اغيزمن خدمتو نه ترسره کړي  .
دهمدي اصل له مخې  په هيواد کې کابو څلورسوه شپيته پسته خاني په عملي توګه فعاليت کوي په داسې حال کې چى دنړۍ  په کچه شپږ سوه  زره پسته خاني شته او پنځه مليونه تنه  په دې برخه کې په کار بوخت دي اوس دتنکالوجۍ  په بدلون او ودې  سره پستي لارې  چارې  بدلون موندلى دى اودغه وزارت دپست دنړيوالي اتحاديې دقوانينو، مقرراتو او طرزالعملونو په  پيروى سره هلې ځلې کړې دي  چې ددغې اتحاديې دمعيارونو له مخې پستي خدمتو نه ترسره کړي له همدې ا مله اوس دمخابراتو وزارت په چوکاټ کې دپستي خدمتونو د وړاندې کولو اووه شرکتونه دمشتريانو پستي بستې په يوه ورځ د هغوي  په پتو ليږدوي .
دغه راز په دې غونډه کې دپست د نړيوالې اتحاديې پيغام ولوستل شو چې پکې ويل شوې دي په ٢٠١٢ کابو درې سوه پنځوس بليونو ليکونه څه دپاسه شپږ بليونه پارسلونه د نړۍ په کچه دپستي ادارو له خوا هيوادونو ته ليږدول شوي او برسيره پردې دمالي  معاملو مليونونه پروسس  ويشل شوى دى.
دغونډې په پاى کې هغه ستاين ليکونه چې دمخا براتو وزارت د اترا  دادارې له خوا برابرشوي وو  دپستي شرکتونو په مسوولينو وويشل شول .
دپست نړيواله اتحاديه يا   ( U.P.U) په ١٨٧٤ کال کې دنړۍ په کچه  دپست د ودې په مقصد په سويس کې جوړه شوه چې نن دافغانستان په ګډون د نړۍ کابو ټول هيوادونه دپست د نړيوالې اتحاديې غړيتوب لري  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته