اقتصاد

دپست نړيواله ورځ او دپُستې خدمتونو دپراختيا لپاره دمخابراتو وزارت هلې ځلې

کابل باختردتلي اتلسمه :
د اکټوبر دمياشتې نهمه د پُست نړيواله ورځ ده او د پست د نړيوالې اتحاديې غړي هيوادونه کال په کال دغه ورځ نمانځي.
افغانستان هم د پست د نړيوالې اتحاديې يو غړى دى چې د پست له نړيوال اتحاديې سره په همکارۍ کې يې د پست او خلکو ته د مخابراتي خدمتونوپه برخه کې زياتې هلې ځلې کړې دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د پست رياست له خوا د وړاندې شويو ارقامو له مخې: د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پنځه مليونه تنه د پستې رسولو په خدمتونو بوخت دي چې خدمتونه يې د قدر وړ دي.
د پست رياست د ځينوکارکوونکو د څرګندونو له مخې: په څو تيروکلونوکې په افغانستان کې پستي خدمتونه مخ په زياتوالي دي، خو له څه مودې راپديخوا د ټولنيزو شبکو، انترنټ او د تکنالوژۍ د برخو د ستونزو په دليل د پستې رسولو دکار حجم کم شوى او اوس له ارزښتناکو سندونو پرته نږدې ټول مراسلات د ټولنيزو شبکو له لارې ترسره کيږي.
  ويل کيږي؛ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د پستي خدمتونو د وړاندې کولو او مراجعينو ته د اسانتياوو د برابرولو په خاطر د پستې خدمتونو د تنظيم د ادارې يا (اپرا) په نامه يوه اداره جوړه کړې وه چې له دې لارې په افغانستان کې د پستې بازار د خدمتونو وړاندې کولو ته سمون ورکړي او تر يوې اندازې پورې يې هم د پستي خدمتونو په وړاندې کولوکې اسانتياوې برابرې کړې، خو په ټولنيزو شبکو او انترنټ لاسبري په هيوادکې دپستي خدمتونو د وړاندې کولو بازار پيکه کړى دى. 
سره له دې چې اوس په نړۍ کې چټک پستي خدمتونه د انترنټ او د ديجيتل خدمتونو له لارې ترسره کيږي؛ خو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت لا تراوسه پورې وايي چې د پستې رسولو څانګه پياوړې کوي .
  په داسې حال کې چې کال په کال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د پست رياست له لارې په بيلابيلو مناسبتونو په تيره بيا دپست دنړيوالې ورځې په مناسبت په سلګونو پستي ټکتونه چې د هيواد تاريخي ځايونه يې دخلکو په ذهنونوکې بيا ژوندي کول؛ نندارې ته وړاندې کول .
  په افغانستان کې  پستي خدمتونه د لومړي ځل لپاره په ١٨٧٠ ميلادي کال کې  د امير شير علي خان په زمانه کې پيل او د افغانستان لومړى پستي ټکت د(کله شير) په نامه چاپ شو.
افغانستان په ١٩٢٨ کال کې د پست د نړيوالې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړ.
همدا اوس د دولتي پستې رسولو د خدمتونو ترڅنګ دپستې رسولو څو خصوصي  شرکتونه په هيوادکې فعاليت کوي چې د افغاني  اتباعو او د بهرنۍ نړۍ ترمنځ  د ليکونو او پارسل د تبادلي زمينه تنظيموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته