دپروان په خلکو داوبو دويش پراختيا .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :

داجمل رحماني دخيريه بنسټ له خوا دچاريکارو  په اوسيدونکو دڅښاک دروغتيايي اوبو دويش پروګرام پراخ شو .

دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په چاريکارو ښار کې دڅښاک دروغتيايي اوبو کمښت  يو اساسي ستونزه ده چې ددغه ښار اوسيدونکې دلسګونو نورو ټولنيزو ستونزو تر څنګ ورسره لاس او ګريوان دي  او زياتره يې دکانال اوبه چې په بشپړه توګه ککړې او غير روغتيايي دي کاروي .

دغو چلنجونو ته په پاملرنې سره دالحاج رحمان خيريه  بنسټ نهه کاله  کيږي چې روغتيايي اوبه ديو ټانکر په واسطه دچاريکاروښار په اوسيدونکو  ويشي او اوس يې يوبل ټانکر هم موظف کړ چې دڅښاک  دروغتيايي  اوبو دکمښت له پلوه ديوې اندازې  دخلکو ستونزې لرې شي .

دپروان دخلکو استازي او دولسي جرګې دملي اقتصاد دکميسيون رييس الحاج مير رحمان رحماني وويل چې دچاريکارو ښار دخلکو په غوښتنه  اووړانديز ديوټانکر په موظف کولو سره مو په چاريکارو کې دڅښاک دروغتيايي اوبو دويش پروګرام پراخ کړ چې دچاريکارو دهغو اوسيدونکو ستونزې لرې شي  چې په اوبو برلاسي نه لري .

وکيل رحماني  وويل چې  دڅښاک اوبه ددوو ټانکرونو په واسطه کوڅه  په کوڅه په انډوليز ډول په خلکو اوبه ويشل کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته