دپروان ولايت ديوتن مخور اوديندار شخصيت ارواښاد الحاج وکېل ميرمحمدعثمان دمړينې له امله دجمهوري رياست دسرپرست مارشال محمدقسيم فهيم دډاډګيرنې پيغام
کابل باخترمرغومي دمياشتې ١٩ :
دپروان ولايت ديوتن مخور اوديندار شخصيت ارواښاد الحاج وکېل ميرمحمدعثمان دمړينې له امله دجمهوري رياست دسرپرست مارشال محمدقسيم فهيم دډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ چې يو مخور او ديندار شخصيت
اودملي شورا په ديارلسمه دوره کې دپروان و لايت دخلکو استازي الحاج وکېل ميرمحمدعثمان وفات شوى دى .
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد الحاج وکېل ميرمحمدعثمان دپياوړې ښوونکې په توګه دهيواد بجيانو ته دخدمت په لاره کې په کار پيل وکړ اودملي شورا په ديارلسمه دوره کې يې دپروان ولايت دخلکو داستازي په توګه دنده ترسره کړه.
ارواښاد الحاج وکېل مير محمدعثمان دافغانستان دخلکو دجهاد په دوران کې يو خدمتګار و چې په پوره سرښندنې اوځان تيريدنې يې دهيواد دنورو مجاهدينو ترڅنګ دتيري کوونکو په وړاندې مبارزه وکړه.
دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت په دورا ن کې دخلکو په پيوستون اويو موټې کولو کې درواښاد عالمانه لارښوونې ارزښتناکې او تل پاتي دي.
دارواښاد مړينه دافغانستان خلکو ته يوه نه جبيره کېدونکې ضايعه ده.
په دې وسيله دخپلې ډاډګيرنې مراتب له نشه يي توکوسره دمبارزي دچارو دوزير انجينر ضراراحمدمقبل په پارلمان کې دپروان ولايت دخلکو استازي محمدصديق عثماني دارواښاد بچېانو ، دکورنۍ غړو اودوستانو او دپروان ولايت پتمنو خلکوته څرگندوم اولوى خداى ج له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوپاتي کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم.