کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دپروان ولايت دصنعتي پارکونو دجوړولو کارنن پيل شو.
دغه پارک دشپږ سوه اته يرش جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي .
دپروان دصنعتي پارکونو مسوول عبدالودود باختراژانس ته وويل : ددغه پارک په جوړولو کې جومات ، روغتيايي کلينيک ، تفريحي پارکونه او نورضروريات په پام کې نيول شوي دي .
دپروان دسوداګرۍ اوصنايعودخونو درييس دڅرګندونو له مخې : دوه سوه تنه سوداګر چمتو دي چې په دغه پارک کې پانګه اچونه وکړي .
دپروان دصنعتي پارکونو د پرانيستلو په مراسموکې چې ددغه ولايت دسنجد درې په ساحه کې پرځاى شوي و د پروان والي جنرال عبدالبصير سالنګي ، دايسا د ادارې رييس وفي الله افتخار ، په ولسي جرګه کې دپروان د خلکو استازي سامعه عزيزي سادات ، دولايت مرستيال ،د ولايتي شورا رييس اود چاريکارو ښاروال ګډون کړي و .
1 1 دقیقه لوستل