ټولنه

دپروان دحقوقو اوسياسي علومو دپوهنځي دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
دپروان پوهنتون  دحقوقو او دسياسي علومو دپوهنځي دودانۍ دجوړولو کار پرون پيل شو .
  دباختر اژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په چاريکارو ښار کې  جوړه شوې وه ،  دپروان والي ، دلوړو زده کړو وزيراو له نشه يي توکوسره دمبارزې  وزيرې او ددولتي ادارو دمسوولينو دپوهنتون  يوشمير استادانو اومحصلينو ګډون کړي و .
  دغونډې په پيل کې دپروان پوهنتون رييس غلام داود بها وويل چې دحقوقو اودسياسي علومو دپوهنځي ودانۍ داته سوه پنځه پنځوس مربع متره ځمکې په ساحه کې په درې پوړونوکې په اتلسو مياشتو کې دهندوستان په مرسته دڅه دپاسه نهه څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
دپروان والي د ښوونې او روزنې دودې او پراختيا په لاره کې دپروان دسيمه ئيزې ادارې  پلانونه بيان کړل . او ډاډ يې ورکړ چې دځوانانو د ظرفيتونو دلوړولو په لاره کې  کار دوام کوي .
دلوړو زده کړو وزير  نجيب الله عمري  وويل  چې دلوړو زده کړو وزارت استادانو ته  دماسترى په  سويه دلوړو زده کړو دزمينو  دبرابرولودتحقيقاتو مرکزونو  دجوړولو او په هېواد کې دپوهنتونونو  دبنسټونو اوسمبالولو دپراختيا په لاره کې  هلې ځلې کوي .
دغه راز  له نشه يي توکوسره دمبارزې وزيرې  سلامت عظيمي هغه پروژې  چې په پروان کې  دکوکنارو دبديل کښت  له پيسو څخه  تطبيق شوي دي  اشاره وکړه او ويې ويل دخوشحالى  ځاى دى  چې په پروان کې دکوکنارو کرکيله  صفر شوې ده .
دې وويل هلې ځلې کوو  چې له دغو پيسو څخه په راتلونکې کې هم  په دغه ولايت کې  په ټولګټو پروژو کې  استفاده وکړو .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته