ټولنه

دپروان داوبو رسولو دپروژې کار دبشپړيدو په حال کې دى .

کابل باختر د زمري لسمه : له سالنګ څخه دپروان ولايت مرکز چاريکارو ښار ته داوبو رسولو دشبکې دپروژې کار په سلو کې اتيا پرمخ تللى دى . دپروان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست مسوولينو وويل دغه پروژه د دوه ديرشو کيلومترو په اوږدوالي د شپږ سوه دوه شپيتو مليونو افغانيو په لګښت د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا دوزارت له خوا تطبيقيږي . ده وويل چې داوبو د ليږدونې دلولې قطر پنحه سوه ميله متره ده چې په يوه ثانيه کې يو سلو دوه شپيته ليتره اوبو ليږدوي . ده زياته کړه چې دغه پروژه ددغه ولايت له مهمو پروژو څخه دى چې په بشپړيدو سره به يې دڅښاک داوبو دکمښت له پلوه دچاريکارو دښار داوسيدونکو زياتې ستونزې لرې شي . ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته