دپاکستان په کراچې ښار کې نهه تنه نور ووژل شول

کراچي  باختر دليندي  اته ويشتمه
  دپاکستان په کراچي ښار کې په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دقومي تاوتريخوالي په دوام دنړۍ دروغتيايي سازمان ديو کارکوونکي او ددووتنو شيعه ملکي وګړو  په ګډون څه ناڅه نهه تنه وژل شوي دي.
دديلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې،  دوه تنه له دغوکسانو څخه نن سهار او اووه تنه نور يې پرون په بيلابيلو سيموکې دناپيژندل شويو وسله والوکسانو دبريدونو له امله  په ډزو سره ووژل شو .
  په نننيو بريدونوکې دوه تنه  ټپيان شوي هم دي، يوه اړونده خبرځاى وويل: دنړۍ دروغتيايي سازمان کارکوونکي نهه ديرش کلن فاروق چې داحسان آباد په سيمه کې دپوليو واکسين په کمپاين کې په کار بوخت و ددوو تنو وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو ټپيان شول .
او وروسته  دټپونو دسختوالي له امله يې ساه ورکړه .
دغه راز څلور تنه شيعه ملکي وګړي کله چې له دفتر څخه  خپل کورته روان و  اورنګي تاون په سيمه کې  دموټرسايکل سپرو کسانو له خواپرې بريد وشو اوله امله يې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
که څه هم  دکراچي اوسيدونکي تل له دولت څخه دقومي او فرقوي  تاوتريخوالي  پرخلاف دجدي اقداماتو غوښتنه کوي خو لاتراوسه پورې هم په دغه ښار کې قصدي وژنې دوام لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته