اسلام آباد – باختر د لړم دمياشتې ١٨
دپاکستان په کراچۍ ښارکې د وروستيو نا آراميو او نيونو دڅپو په دوام پوليسو پرون د دوشنبې په ورځ په دغه ښارکې په څه ناڅه نوي ديني مدرسو بريدونه وکړل او يو شمير کسان يې ونيول.
هغه مدرسې چې په کراچۍ کې دپوليسو له خوا پرې بريدونه شوي دي يو شمير يې دسنيانو په ټولنې پورې او ځينې يې هم په شيعه ګانو پورې اړه لري او په دغو مدرسو دبريدونو په وخت کې يو شمير کسان هم نيول شوي دي .
په وروستيو ورځو کې پوليسو او امنيتي ځواکونو په کراچۍ ښارکې دځينو شيعه ګانو او دغه راز دځينو افراطي ډلو دغړو او مشرانو پرخلاف دنيونو نوى څپې پيل کړې دي.
دپاکستان امنيتي دستګاوې او پوليس په وروستيو ورځو کې په نيول شويو کسانو په کراچۍ کې په هدفمندو تورونوکې دلاس لرلو تور لګوي.
پرون د دوشنبې ورځ په پرله پسې توګه د دويمې ورځې لپاره دکراچۍ ښار ځينې سيمې ددغه ښار ديو شمير سترو شيعه شخصيتونو دنيونې پرخلاف اعتراض کې دشيعه ګانو دمظاهرو ډګروو .او دغه مظاهرې له پوليسو سره دنښتو په ډګر بدلې شوې . دپوليسو ځواکونو دشيعه اعتراض کوونکو دخورولو لپاره او ښکي بهوونکى ګاز او پلاستيکي ګولۍ وکارولې.
په پاکستان کې دشيعه شخصيتونو نيونې په داسې شرايطو کې زور اخستى دى چې له اوږدخوراکي اتصاب او تحصن وروسته دپاکستان په شيعه ګانو پورې اړوند دمسلمانانو دوحدت مجلس دګوند مشر راجا ناصر عباس چې د روان کال په د وبى کې ترسره شو او د روژې دمبارکې مياشتې په اوږدوکې يې هم دوام وکړ ، دپاکستان حکومت ژمنه وکړه چې دشيعه ګانو دامنيت دتامينولو او په پاکستان کې دشيعه ګانو دکړونو دکمښت په ګډون دهغوى غوښتنو ته به جدي پاملرنه وکړي.
0 1 دقیقه لوستل