نړۍ

دپاکستان په کراچى ښار کې دالقاعده دغړي په ګډون دڅوتنو ياغيانو وژل کيدل

کراچۍ  باختر د مرغومي نولسمه :
  دآسيا د جنوب  دالقاعده د ډلي ديو قوماندان په ګډون ديوې جګړه مارې ډلې  څه ناڅه دوه تنه غړي  اوڅلور تنه مشکوکې مليشې  په کراچۍ ښار کې ووژلې شوې .
  باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولي خبرراکړ: پوليسو نن په قيوم آباد ناحيه کې  دجګړه مارانو دشتون په باب دخبر له ترلاسه کولو وروسته په دغې سيمې بريد وکړ چې د نښتې سبب شو .  اوله امله يې  دالقاعده  ديو قوماندان په ګډون څلور تنه ياغيان ووژل شول .
دپوليسو ديوه جګپوړې مامور دڅرګندونوله مخې: دغو ياغيانوغوښتل چې دپاکستان داستخباراتو دادارې  په يوې ليږدونکي واسطې بريد وکړي .
  په يوه بله پيښه کې ، له يوې  جګړه مارې ډلې  له غړو سره دپوليسو په نښته کې ددغې ډلې دوه تنه غړي ووژل شول  او پنځه تنه پوليسان ټپيان شول .
وژل شويو کسانو  دلسو تنو دوژنې په ګډون  په څوجرمي پيښو کې لاس درلود .
له وژل شويو کسانو څخه وسله او مهمات پاتي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته