دپاکستان په قبايلي سيمه کې د يوې ښځې له خوا د ځانمرګى بريد له امله څلور تنه ووژل شول
اسلام آباد ډان باخترد وري دمياشتې ٣١ :
د باجوړ ايجنسى په قبايلي سيمه کې نن د يوځانمرګى بريد له امله څه ناڅه څلور تنه ووژل شول اوپنځه تنه نورټپيان شول.
باخترآژانس دسيمه ييزو خبرځايونو له خولې خبر ورکړ: دغه چاودنه ديوې ښځې له خوا د دغې سيمې مرکزي روغتون ته څېرمه شوې ده.
د روغتون د مامورينو د اعلام له مخې، د دغې چاودنې له امله ددغه روغتون يو شمېرکارکوونکوته مرګ ژوبله اوښتې ده چې دځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى او د سر د زيان د شمېر د زياتوالى امکان شته.
تراوسه پورې ددغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک مليشې په معمولي ډول په قبايلي سيموکي دامنيتي ځواکونو او د دولت د پلويو افرادو پرخلاف زيات بريدونه کړي دي.