نړۍ

دپاکستان په بلوچستان ايالت کې په اورګاډي کې چاودنه .

کويټه باختر دوري  نولسمه:
دپاکستان  په بلوچستان ايالت کې نن  په يوه اورګاډي کې  دچاودنې له امله  څه ناڅه دولس تنه ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول .
  دپاکستان د ډان ورځپاڼې  دخبر له مخې ،  په دې چاودنه کې  اورګاډي اور واخيست  اويو واګون يې  په بشپړه توګه  ويجاړ شوى دى .
دپاکستان د فدرالي کابينې  داورګاډو  دوزير خواجه سعد رفيق دڅرګندونو له مخې ، په دې چاودنه کې دولس تنه وژل شوي او ښايي چې دغه چاودنه ديوې مشکوکې ښځې په واسطه ترسره  شوى وى .
  ددغې پيښې قربانيان ښځې او ماشومان و  ، چې ځينې قربانيان دکويټې ښار ته  ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته