امنیت

دپاکستان په بلوچستان ايالت کې بمي چاودنه .

کويټه   جيونيوز   باختر د سلواغې دمياشتې ٥
په بلوچستان ايالت کې دتيلو يوه   پمپ ستيشن ته څيرمه تيره شپه د  بم دچاودنې له امله شپږ تنه ټپيان شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې دپوليسو د سپرلۍ موټر له سيمې څخه د تيريدو په حال کې  و.
دپاکستاني رسنيو دخبرله مخې :  په دې چاودنه کې دپوځيانو د  سپرلۍ واسطې
ته زيان نه دى  اوښتى  خو د نږدې ودانيو او دوکانونو  ښيښې ماتې  شوي   دي.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې :    بم په يو موټر سايکل کې ځاى  پرځاى شوى و  او دپوليسو دسپرلۍ  موټر  د تيريدو په وخت کې  وچاوديد.
دغه چاودنه  داسې حال کې کيږي چې  يوه ورځ مخکې په  پيښور ښارکې دچاودنې  له امله شپږ تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته